دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

سهواګ: پاکستانې لوبغاړي د هند ستاینه کوي او په دې توګه غواړي چې هندې چینلونو کې راشي

هند او پاکستان چې د څو لسیزو راهیسې سره سخت وران دي هم په سیاسي لحاظ او هم په کریکټ کې اوس تازه د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې پخوانې لوبغاړي رانا نوید د هند کریکټ ملي لوبډلې لوبغاړي سهواګ څرګندونې ټیټې بللې دي، نوموړي په داسې حال کې د سهواګ څرګندونې ټیټې بللې دي چې سهواګ څو اونۍ وړاندې د شعیب اختر په ګډون نورو لوبغاړو ته ګوته نیولې وه او ویلې یې وه پاکستانې لوبغاړي د هندې لوبغاړو ستاینه کوي او په دې توګه غواړي چې په هندې چینلونو کې راشي.

په ورته وخت کې شعیب اختر وویل، زه دومره پیسې لرم لکه څنګه چې سهواګ په سر کې ویښتان نلري. وروسته له هغه چې یوه بل پخوانې پاکستاني لوبغاړي رانا نوید د سهواګ څرګندونې ټیټې وبللې. رانا نوید په خپله یوټیوب چینل کې وویل، وریندر سهواګ د پاکستان د لوبغاړو پروړاندې سختې نیوکې کړې دي. سهواګ ویلي دي چې د پاکستان لوبغاړي د هند په چینلونو کې د راښکاره کېدو لپاره د هند ستاینه کوي. داسې نه ده، سهواګ! زه خپلې خبرې بیرته اخلم ځکه چې تاسو خلک درناوی نه لرئ.
رانا نوید خبرداری ورکړی دی، ، الله موږ ته ډیر څه راکړي دي. تاسو دوه کاله دمخه ضعیف بیان ورکړی. مګر اوس وخت راغلی چې خپله خوله وتړئ. دا یادولو ده چې د هند او پاکستان ترمنځ په وروستیو کې اړیکې خورا ترینګلې شوي دي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې