افغانستان کریکټ

جمشید میر عليخیل: د پاکستان پر وړاندې لوبې ته پوره پوره چمتووالی لرو

د افغانستان نولس کلنو ملي لوبډلې کم عمره پیاوړو لوبغاړو پر وینا، چې د پاکستان نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې پر وړاندې یې پور پوره تمرینات ترسره کړې دي او لا هم لګیا دي تمریناتو باندې بوخت دي. نولس کلنو کم عمره ملي لوبډله وایي، چې په دوېم پړاو راتلونکې سیالۍ کې بشپړ چمتووالی لري او په کوټر فاینل لوبه کې به د پاکستان نولس کلنو کم عمره ملي لوبډله په ګونډو کوي.

د افغانستان نولس کلنو ملي لوبډلې یو لوبغاړی جمشید میر علیخیل وایي، ((زه تېره ورځ نوي راغلم او نن مې خپلو تمریناتو ته ادامه ورکړي ده پوره پوره چمتووالی لرو د افغانستان لوبې لپاره د پاکستان نولس کلنو ټیم مونږ معلوم کړی دی په ایشا کپ کې او له توپ وهنې او توپ اچونې سره یې بلد یو، انشاالله مونږ به ښه سیالۍ وکړو مونږ خپلې دوه لوبې ګټلې دي له افریقا او متحده عربي اماراتو او د کاناډا پر وړاندې لوبه د باران له امله ترسره نه شوه خو مونږ پوره پوره چمتو یو او مونږ ښه بالینګ لرو شفیق الله غفاري، فضل حق او نور احمد ټول پیاوړي لوبغاړي دي او ښه سیالۍ یې ترسره کړې ده او زمونږ توپ وهنه هم ښه شوي ده. ابرهیم ځدران، عمران، رحمان الله او فرهان ښه توپ وهوونکي دي. انشاالله مونږ پوره پوره چمتو یوو او له خپلو هېوادوالو غوښتنه کوو چې په دوعا کې مو یاد ساتې، او خدای دې وکړي چې مونږ ښه وځلیږو.))
د یادولو وړ ده چې د افغانستان نولس کلنو کم عمره ملي لوبډله به راتلونکي جمعه د پاکستان نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې پر وړاندې په کوټر فاینل لوبه کې سره مخامخ شي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې