ولایتي سیالۍ

په کندهار کي د څلورو ولایتونو ترمنځ د ګريډ ۳ سیالۍ پیلیږي

د افغانستان کرکټ بورډ له لوري دشلو دریمه درجه ولایتونو ترمنځ په پنځو زونونو کي د ګریډ ۳ ترنامه لاندي پنځوس اوریزه سیالۍ پیلیږي.
د بُست زون اړوند د څلورو درېیمه درجه ولایتونو زابل، فراه، نیمروز او روزګان ترمنځ یادي سیالۍ د راتلونکي فبرورۍ میاشتي له لومړۍ نیټې څخه پیل او شپږ ورځي به دوام وکړي.
په دي سیالیو کي به هغه لوبډلي چي په ګروپي لوبو کي د ګروپ دسرځای خپل کړي مستقیم به ګريډ ټو یا دوهمه درجه لوبډلو ته لاره پیداکوي.
ددي سیالیو لومړۍ لوبه د فرا او زابل ترمنځ دراتلونکي شنبې په ورځ سهار نهه بجې راپیل سي. دیادوني وړ ده چي اوسمهال هم د چلنج کپ ترنامه لاندي دبُست زون په مرکز کندهار کي د ۱۲ لوبډلو ترمنځ یوورځنۍ لوبي جریان لري.
راپور نذیراحمد منتظر

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې