نړیوال کریکټ

هند اسټرالیا ته په کوارټر فاینل کي ماته ورکړه او نیمه پایلوبي ته ووتل

دنولس کلنو نړیوال جام چي درواني میاشتي پر ۱۷ مه نېټه په سویلي افریقا کي پیل سو چي ګروپي پړاو کي له ۱۶ لوبډلو ۸ کوارټر فاینل ته لار پیداکړه. او نن لومړۍ کوارټر فاینل لوبه دهند نولس کلنو او اسټرالیا نولس کلنو ترمنځ ترسره سول. دنن لوبي پچه د اسټرالیا نولس کلنو وګټل او هند ته یي د توپ وهني بلنه ورکړه.
دهند نولس کلنو دپنځوسو اورونو په لوبولو او د ۹ لوبغاړو په سوځیدو ۲۳۳ منډي جوړي کړي، دهند لپاره جیسویل او اینکولیکر پنځوسیزي وکړي.
خو داسټرالیا لپاره په توپ اچونه کی کیلي او مورپي ۲-۲ لوبغاړي وسوځول. بل پلو اسټرالیا نولس کلنو لوبډلي دهدف په تعقیب ښه توپ وهنه ونکړه او د لوبي په ۴۳،۳ اورونو کي یي دټولو لوبغاړو په سوځیدو ۱۵۹ منډي جوړي او لوبه یي په ۷۴ منډو بایلول. داسټرالیا لپاره په توپ وهنه کي فیننګ ۷۵ منډي وکړي او دهند لپاره په توپ اچونه کي ټیاګي ۴ او اکاش سنګ ۳ لوبغاړي وسوځول. پدي بریا سره هند نولس کلن نیمه پایلوبو ته ورسیدل او اسټرالیا به کورته ستنیږي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې