افغانستان کریکټ

نړیوال جام؛ درئیس احمدزي تر روزني لاندي افغان ۱۹ کلنه لوبډله د پاکستان سره لوبیږي

ټاکل سوې راتلونکي جمعه افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو د نړیوال جام په کوارټر فاینل لوبو کي له پاکستان سره مخ سي. دغه مهمه لوبه د راتلونکي جمعې ورځي پر ۱۲:۳۰ بجي په ویلاومور پارک لوبغالي کي تر سره کیږي.
افغانستان په D ګروپ کي لومړی مقام ترلاسه کړی چي په خپلو ګروپي لوبو کي یې کوربه سویلي افریقا ته په ۷ ویکټو او عماراتو ته په ۱۶۰ منډو ماته ورکړه د افغان ځوانانو د ګروپ وروستۍ لوبه له کاناډا سره وه چي دباران له امله مساوي اعلان سوه. مقابلي لوبډلي پاکستان بیا په خپلو ګروپي سیالیو کي له دریو لوبو دوې وګټلي یوه یي مساوي کړه.
تردامهاله د افغان لوبډلي لپاره په توپ وهنه کي ابراهیم ځدراڼ، رحمن الله ځدراڼ او عمران میر ښه توپ وهنه نندارې ته وړاندي کړې او په توپ اچونه کي شفیق الله غفاري او نوراحمد ښه ثابت سوي چي د خپلي لوبډلي په بریا کي یې مهم رول لوبولئ.
راپور : نذیراحمد منتظر

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې