نړیوال کریکټ

د نړۍ تر ټولو ستر لوبغالی به راتلونکې میاشت په هند کې پرانیستل شې

د هند په احمد اباد کې به راتلونکې میاشت کې د نړۍ تر ټولو ستر لوبغالی (میدان) پرانیستل شې، د معلوماتو له مخې چې دغه لوبغالی د احمد اباد په نوم نومول شوي دی او د شاو خوا ۱،۱۰،۰۰۰ نندارچینانو ځای ناستې ظرفیت ولري. چې له دې وړاندې د اسټرالیا په میلبورن کریکټ لوبغالي کې تر ۹۵،۰۰۰ نندارچینان د ځای ناستې وړ وه، چې اوس به یې دغه ریکارډ په راتلونکي میاشت کې د احمد ابا نړیوال کریکټ سټډیم مات کړي او د نړۍ تر ټولو ستر لوبغالی به ونومول شي.

د هندې رسنیو د راپورنو له مخې چې د احمد ابا لوبغالی د خوراکې توکو ستر پلورنځي لري، او میلمه پالنه په هر سټینډ کې شتون لري، د کریکټ اکاډمۍ، د کور دننه تمریناتي پچونه، شاوخوا ۵۵ خونې لري کلب هاؤس، د کور دننه او بهر رستورانتونه، د اولمپیک اندازې د لامبو حوض، جمنازیم او د موټرونو لپاره ځانګړی پارکینګ (موټرو تم ځای) هم شتون لري. د رسنیو د راپورنو له مخې چې په لوبغالي کې د فاضله اوبو مدیریت پلانټ هم شتون لري، چې د جوړونې پرمهال کارول شوي اوبو بیا کارولو لپاره جوړ شوی. د یادولو ده چې د دغې لوبغالي د جوړېدو چارې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې پیل شوي وي چې ټاکل شوي ده راتلونکي میاشت کې به یې د جوړېدو چارې بشپړې شې او د کریکټ لوبو لپاره به چمتو شې.
له دې مخکې داسې راپورونه ورکړل شوي وو چې لوبغالي به حتی د آی پی ایل ۲۰۲۰ فاینل هم ترسره کوي ، خو د BCCI مشر سوراف ګنګولي د یکشنبې په ورځ روښانه کړه چې د اي پي ایل پایلوبه به د ممبۍ وانخایډ لوبغالي کې ترسره شي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې