افغانستان کریکټ

اېچ ډي اکرمن د افغان کریکټ ملي لوبډلې د توپ وهنې روزنکی وټاکل شو

د سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډلې پخوانی ۴۶ کلن ښې لاسی توپ وهوونکی اېچ ډي اکرمن د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې توپ وهنې روزنکی وټاکل شو، له دې وړاندې د توپ وهنې روزنکی نوروز منګل وه چې اوس اکرمن د افغان کریکټ ملي لوبډلې د توپ وهنې روزنکی وټاکل شو. د افغانستان کریکټ بورډ د رسنیو برخې پر وینا چې په ۹۰ مه لسېزه کې د سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډلې لپاره د پاکستان او سریلانکا کرکټ ملي لوبډلو پر وړاندې په څلور ټېسټ لوبو کې هم لوبېدلی او تر ۲۰۰۹ کال پورې یې د انګلستان په کاونټي کریکټ سیالیو کې لوبه کړې ده. د کریکټ بورډ د رسنیو برخې د معلوماتو له مخې چې اکرمن په ۵۰۹ لوبو کې د ۴۴ سلیزو په ګډون له شل زره څخه زیاتې منډې لري، او نوموړی په مسلکي کریکټ کې یوه پېژندل شوې څېره ده.
اېچ ډي اکرمن د سوېلي افریقا په کورني کریکټ کې هم د روزنې په ډګر کې د الف، او ایمرجېنګ کریکټ ملي لوبډلو سره د مشر او توپوهنې د روزونکي او همدارنګه د نامیبیا کریکټ ملي لوبډلې د روزونکي په توګه دندې ترسره کړې دي. په ورته مهال د کریکټ بورډ اجراییه مشر لطف الله ستانکزي د اکرمن په راتلو او د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې د توپ وهنې روزنکې په توګه ټاکلو باندې خوښې څرګنده کړې او هیله لري چې د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې لپاره د توپ وهنې په برخه کې شته ستونزې او نیمګړتیاوې له منځه یوسې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې