لیګونه

آي پي ایل ۲۰۲۰: کېنګز الېون پجناب د کېل راهول په مشرۍ لوبډله اعلان کړه

د هند غوره لیګ آي پي ایل (انډین پریمیر لیګ) راتلونکې پړاو ته د کېنګز الېون پنجاب لوبډلې د کېل راهول په لوبډلمشرۍ لوبډله اعلان کړه دغه ټیم د هند مشهورې فلمې ستورې پرېټا زېنټا ټیم دی چې له دې وړاندې په ۲۰۱۹ کال کې د لوبډلې لوبډلمشرې د اشوېن پر غاړه وه. خو په ورته وخت کې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې به د لوبډلې لوبډلمشرې د کېل راهول پر غاړه وې.

کېنګز الېون پنجاب لوبډله چې په اي پي ایل سیالیو کې تر ټولو متوسط ریکارډونه لري. دوی په ۲۰۱۴ کال کې دوېم پړاو ته لار وموندله او په ۲۰۰۸ کال کې یې نېمه پایلوبې پورې مخکې تګ وکړ، خو د دې سره سره د دوی کړنې تل دوامداره نا امیدې وې. په تېر ۲۰۱۹ کال کې د پنجاب لوبډلې په جدول کې ۶ مقام درلود، چې له ډلې یې د توپ وهنې په برخه کې کېل راهول ښه وځلید چې د ۵۹۳ منډو په جوړولو سره تر نورو لوبغاړو د کېنګز الېون پنجاب لوبډلې لپاره مثبت تمام شو او همدغه راز د توپ اچونې په کټګورۍ کې بیا د هند کریکټ ملي لوبډلې پیاوړی توپ اچوونکی محمد شامي د کېنګز الېون پنجاب لوبډلې لپاره ښه ثابت شو، نوموړي د ۱۹ لوبغاړو په سوځېدو سره د توپ اچونې په جدول کې لومړی مقام درلود. خو پاتې نورو لوبغاړو یې دومره ځانګړې مرسته نه وه کړې له پنجاب لوبډلې سره. د راپورنو له مخې چې د کېنګز الېون پنجاب لوبډلې ټولې ۶۸،۵ کروړه پیسې مصرف کړې دي. دوی تمه لري چې د کېل راهول په لوبډلمشرۍ او د بهرنیو لوبغاړو لکه ګیلن مکسوېل، شېلډن کوټریل، کرېس ګېل، او جېمز نیشم غوندې پیاړو لوبغاړو باندې سږ کال د کېنګز الېون پنجاب لوبډلې په برخلیک بدلولو کې مرسته وکړي.

د اي پي ایل ۲۰۲۰ کال لپاره د کېنګز الېون پنجاب بشپړ ټیم: کېل راهول (لوبډلمشر)، کرېس ګېل، کارون ناېر، مایانګ اګروال، سرفراز خان، مندېپ سینګ، شېلډن کوټریل، ایشان پوریل، روی بشنوائي، محمد شامي، مجیب الرحمن، هارډوس ویلجین، مورګان اشون، ارشیپ سینګ، جګدیشا سویتت، هریپریټ برایر، درشن نلکانډي، ګیلن مکسوېل، جېمز نیشام، کرېس اردن، کرشنپا ګواتم، دپپک هوډا، تاجندر سینګ، ډیلون، نیکولاس پوران او پرباحسیران سینګ شامل دي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې