
پاکستان کریکټ ملي لوبډلې په وروستۍ شل اورېزه لوبه کې بدلون راوسته
د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې په درېمه او وروستۍ شل اورېزه سیالۍ کې د بنګله دېش کریکټ ملي لوبډلې په وړاندې عماد بټ او عثمان قادر ته د لوبېدو چانس ورکړ، د معلوماتو له مخې د لیګ سپنر شاداب خان او تېز بالر محمد حسنین به د نن ورځې لوبې لپاره استراحت وکړي. له دې وړاندې دوه شل اوريزې لوبې د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې په خپلې بریا سره پایته رسولې دي.

خو بل لوري ته د بنګله دېش لوبډلې روزونکی او لوبډلمشر محمود الله ادغا کوي چې یاد پیچ د توپ وهنې لپاره مناسب نه دی؛ او پر یاد پیچ باندې یې نیوکه وکړه. په ورته وخت کې د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې او بورډ په دې تړاو چوپ ناست دي او څه یې نه دي ویلې.
د یادولو ده چې په ننۍ سیالۍ کې د چارواکو له لوري د باران وړاندوینه هم شوي ده، چې ممکن ننۍ او وروستۍ شل اورېزه لوبه د باران له امله بې پایلې اعلان شې.