دلوبغاړو په اړه

شرییاس اییر تشریح کوي چې ولې ویرات کوهلي غوره توپ وهونکی دی، دلته یې ولولئ!

د هندوستان کریکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر او پیاوړی توپ وهونکی چې دا مهال د رنز ماشین په نوم هم پېژندل کېږي. شرییاس اییر یې تشریح کوي چې ولې وېرات کوهلي د سپین بال غوره توپ وهوونکی دی. بې له شکه چې وېرات کوهلي په ټولو فارمټونو کې یو غوره توپ وهوونکی دی او له همدې کبله یې د رنز ماشین لقب ترلاسه کړی دی اوس نوموړی د شرییاس اییر له لوري ستایل شوي دی.

“زه شخصاً احساس کوم چې تاسو سم لیدلوری لرئ چې تاسو څومره رنز تعقیب کوئ او په کومې کچې تاسو باید دوی تعقیب کړئ. ویرات کوهلي یو بشپړ مثال دی کله چې هغه توپ وهنې ته ځي او هغه لاره چې خپله اننگز یې پلانوي. زه په شخصي توګه د هغه څخه ډیر څه زده کوم ، هغه لاره چې هغه تعقبوي او هغه د لوبې پایته رسولو هڅه کوي. دا د هغه په ​​تړاو غوره برخه ده.”
هند کریکټ ملي لوبډلې د ویرات کوهلي په لوبډلمشرۍ له سریلانکا او اسټرالیا څخه سیرزونه په خپل کور (هند) کې په خپلې بریا سره پایته ورسولې او دا مهال یې د پنځه شل اورېزو لوبو لړۍ کې دوه سیالۍ له نیوزیلنډ سره په نیوزیلنډ کې ترسره کړې دي. چې هند لوبډلې د ویرات کوهلي په لوبډلمشرۍ سره دواړه لوبې په خپلې بریا پایته رسولې دي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې