دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

رسل ډومینګو د لاهور په قذاقي لوبغالي پیچ باندې نیوکه وکړه

د پاکستان په کوربه توب په لاهور قذاقي نړیوال سټډیم کې د بنګله دېش او پاکستان ترمنځ د درې شل اورېزو لوبو سیریز روان دی چې دوه لوبې پکې ترسره شوي دي او دواړه د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې په بریا سره پایته رسیدلې دي. لومړۍ لوبه چې د پاکستان په کوربه توب ترسره شوه نو له لوبې وروسته د بنګله کریکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر محمود الله د خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې یاد پیچ مناسب نه دی او نیوکه یې پر یاد پیج وکړه.

په ورته حال کې دوه ورځې وړاندې د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې بنګله دېش ته په دوېمه شل اورېزه سیالۍ کې ماتې ورکړه په داسې حال کې چې دغه سیالۍ هم په لاهور قذاقي لوبغالي کې ترسره شوه چې د لوبې د پایته رسیدو وروسته د بنګله دېش لوبډلې روزنکي رسل ډومینګو پر یاد پیچ باندې نیوکه وکړه او یاد پیچ د توپ وهنې لپاره مناسب نه بولي.
هغه زیاته کړه، “موږ دواړه ځلې لومړی د توپ وهنې پریکړه وکړه ځکه چې دا د توپ وهنې لپاره اسانه ویکټ نه ښکاري.” له دې وړاندې د بنګله دېش لوبډلې نوې ټاکل شوي لوبډلمشر محمودالله هم پر یاد پیچ باندې نیوکه کړې وه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې