لیګونه

د هند غوره لیګ IPL لوبې به څو بجې پیل، او په کوم ځای کې به پایلوبه ترسره کېږي؟

د هندوستان غوره لیګ (اي پي ایل) پای لوبه د مۍ په ۲۴ مه نیټه په ممبۍ ښار کې ترسره شي او د حکتوالۍ شورا پريکړه وکړه چې د لیګ لوبې به د هند پر وخت په ۸ بجو پیل شي نه په ۷ بجو. د بي سي سي آي مشر سورا ګنګولي هم ومنله چې د آي پي ایل پای لوبه به په احمد اباد کې نه بلکې په ممبۍ ښار کې ترسره شي تر غونډې وروسته سورا ګنګولي خبریالانو ته وویل، “د آي پي ایل شپني سیالیو په مهالویش کې هیڅ بدلون نه دی راغلی. لکه د پخوا په څیر ، دوی به د شپې اته بجې سیالۍ پیلوي. مخکې سیالۍ په اوو بجو بحث شوي وو خو داسې نه کیږي او د هند پر وخت به یې ۸ بجې پیل کړي.

د اي پي ایل چارواکو پر وینا چې دا ځل به په آي پي ایل کې نو بال پریکړه درېم لوبڅار کوي له دې وړاندې به په لوبغالي کې لیګ امپایر او سټرایک امپایر نو بال پرېکړه کوله چې دا ځل به د درېم امپایر پورې نو بال تړاو ولري چې ترڅو نو بال ورکړي او یا هم نو بال ور نه کړي له دې وړاندې دغه تجربه د هند او وېسټ انډېز پر وړاندې سیالۍ کې ترسره شوي وه.
ممکن چې د اي پي ایل پیل لوبه په احمد اباد لوبغالي کې ترسره نه شي، ځکه چې تر اوسه پورې د احمد اباد لوبغالی د سیالیو تر سره کولو لپاره نه دی چمتو شوی. احمد اباد د نړۍ پر سطحه یو لوی لوبغالی دی چې د جوړېدو چارې روانې دي دغه لوبغالی په هند کې دی.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې