افغانستان کریکټ

افغانستان له هندوستان، پاکستان، نیدرلنډ او نورو لوبډلو سره سیالۍ پیلوي

د افغانستان کریکټ ملي لوبډله چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د نیوزیلنډ او ایرلنډ سره سیالۍ ترسره کوي او له اسیا جام همدغه راز د نړیوال جام پرته نورې کومې رسمي لوبې نه لري خو په ۲۰۲۱ میلادي کال کې به افغانستان کریکټ ملي لوبډله له سترو لوبډلو سره سیالۍ ترسره کوي.

د افغانستان کریکټ بورډ اجرایه رئیس پر وینا چې افغان کریکټ ملي لوبډله به په ۲۰۲۱ میلادي کال کې له سترو لوبډلو لکه هندوستان، پاکستان، ایرلنډ، سریلانکا، نیدرلنډ او زمبابوې کریکټ ملي لوبډلو سره سیالۍ په ۲۰۲۱ میلادي کال کې ترسره کړي. خو د وخت او نیټې په تړاو یې دا مهال له رسنیو سره څه نه دې شریک کړې چې دغه لوبې به په کومه نیټه او په کومه میاشت کې ترسره شې ښایې چې دا به وروسته په ډاګه شې.
د معلوماتو له مخې چې افغانستان کریکټ ملي لوبډله به همدغه راز په ۲۰۲۲ میلادي کال کې له بنګله دېش او اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې سره سیالۍ ترسره کړي. خو افغان لوبډله په ۲۰۲۰ کال کې یواځې له دوه ټیمونو سره سیالۍ لري دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوي وه چې افغانستان به د ایرلنډ په کوربه توب له یاد هېواد سره په ۲۰۲۰ کال کې سیالۍ پیل کړي چې د ایرلنډ کریکټ بورډ بیا یادې سیالۍ د بودیجې د کمښت له امله لغوه اعلان کړي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې