نړیوال کریکټ

یوراج سینګ او وسیم اکرم د اسټرالیا په خیریه کریکټ لوبو کې ګډون کوي

په اسټرالیا کې د ځنګلونو د اور لګیدنې له امله ګڼ شمېر حیواناتو ته په ځنګلونو کې مرګ ژوبله اوښتي ده، او د اسټرالیا ګڼ شمېر میشتو وګړو ته یې هم مالي او ځاني زیانونه اړولې دي، چې د دغې راپیښې شوې ستونزې او د اور ځپلو وګړو سره یې د مرستې لپاره یو لیګ د بوشفریر کریکټ باش په نامه نومولی دی چې پکې به د زیانمو وګړو سره مرسته وشې همدغه راز د بیګ باش لیګ پایلوبې کې هم د اور وژنې قربانیانو ته مرسته ورکړل شي.

هېره دې نه وې، چې د هند تکړه توپ وهوونکی سچن ټنډولکر او د وېسټ انډېز غوره بالر کورټني به په دغه سیالیو کې د روزونکي دنده پر غاړه ولري. بوشفریر کریکټ باش لیګ سیالۍ به د فبرورۍ په اتمه نیټه پیل شي د یادولو وړ ده چې سیمونډز ، برانډ هاډین او مایک هسي د پخوانیو ستورو پونټینګ ، وارن ، اډم ګلیچریټ ، بریټ لي ، لانجر ، مایکل کلارک ، شین واټسن او الیکس بلیک ویل په شمول پدې کمپاین کې برخه اخیستې ده.
د رسنیو د راپورنو له مخې چې په دغه خیریه بنسټ کې به د هندوستان کریکټ ملي لوبډلې پیاوړی لوبغاړی یوراج سینګ او د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې پیاوړی تېز بالر وسیم اکرم به په دغه خیریه سیالیو کې ګډون وکړي او ولوبېږي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې