
هند په دوېمه شل اورېزه لوبه کې بیا نیوزیلنډ په ګونډو کړ
د هندوستان کریکټ ملي لوبډلې نن بیا په دوېمه شل اورېزه لوبه کې د نیوزیلنډ کریکټ ملي لوبډله په ګونډو کړه او په ۷ ویکیټو یې بریا ترلاسه کړه. د لوبې په پیل کې د نیوزیلنډ کریکټ ملي لوبډلې پچه وګټله او خپله یې د توپ وهنې پریکړه وکړه.

د نیوزیلنډ کریکټ ملي لوبډلې په ټاکلو شل اورنو کې ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۲ منډي جوړي کړي چې د نیوزیلنډ له لوري توپ وهنه کې ټام سیفرټ او مارټین ګپټل ۳۴ همدغه راز کالون مینرو ۲۶ منډي وکړي او تر نورو لوبغاړو ښه وځلید. د هند کریکټ ملي لوبډلې له لوري توپ اچونه کې شهردل ټاکور، جسپریټ بومرا او شوم دوبي یو یو لوبغاړی وسځوه او جدېجا بیا ۲ مهم لوبغاړي وسځول.
د هند کریکټ ملي لوبډلې د ۱۳۳ منډو په تعقیب کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷.۳ اورنو کې ۱۳۵ منډي جوړي کړي او د نیوزیلنډ کریکټ ملي لوبډلې ټاکل شوي هدف یې بشپړ کړ او په اووه ویکیټو یې ماتې ورکړه. د هند کریکټ ملي لوبډلې له لوري توپ وهنه کې لوکېش راهول ۵۷ ناسوځیدلې او شیریس لیر ۴۴ سترې منډي جوړي کړي. د نیوزیلنډ له لوري په توپ اچونه کې ټام سودي ۲ او ایش سودا ۱ لوبغاړی وسځوه. د لوبې غوره لوبغای لوکېش راهول ونومول شو.