دلوبغاړو په اړه

شین واټسن کرېس ګېل د نړۍ ترټولو غوره سیلفي اخیستونکې په توګه ونوموه

د وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډلې پیاوړی توپ وهوونکی کرېس ګېل چې د ډېرو سیلفیانو اخیستو لیواله دی او کله کله د خپلې فېسبوکپاڼې څخه سیلفي انځورونه پورته کوي. چې اوس یې د شین واټسن څخه د کریکټ نړۍ کې د غوره سیلفي اخیستونکې لقب ترلاسه کړ.

ګېل چې نه یوازې په کریکټ کې خورا پیاوړی او مشهور دی، بلکې هغه د ساحې څخه بهر هم بېلا بېلو فعالیتونو لپاره هم مشهور دی. په ټولنېزو رسنیو کې د غوره فلمونو په شمول. په ورته وخت کې د اسټرالیا پخواني الراونډر شین واټسن له ایس پین کریک انفو سره د پوښتنې ځواب غونډې کې برخه اخیستې وه، چې نوموړي هلته یو څه پوښتنو ته په مستند ډول ځواب ورکړ.
هغه همدغه راز لاندې لوبغاړي د غوره لوبډلمشرانو په نوم سره یاد کړل، ریکا پونټینګ ، ایم ایس ډوني او راهول ډراویډ دا یې د غوره لوبډلمشرانو په نامه سره نومولي دي هغه ګیل د کريکټ په نړۍ کې د غوره سیلفي اخیستونکي په نوم ونوماوه. د یادولو وړ ده چې کرېس ګېل به په هند غوره لیګ کې د کېنګز الیون پنجاب لوبډلې لپاره لوبيږې، په داسې حال کې چې واټسن به په ۲۰۲۰ کال راتلونکي ۱۳ پړاو کې د چیناي سوپر کېنګز لوبډلې لپاره ولوبېږي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې