نړیوال کریکټ

شین وارن له اسټرالیا کریکټ بورډ غوښتې چې پر ډویډ هسي باندې خندونکي جریمه بیرته واخلي

وړمه ورځ د اسټرالیا کریکټ بورډ ډویډ هسي له دې کبله جریمه کړ، چې نوموړي د اسټرالیا کریکټ بورډ خلاف ټوکه وکړه او مسخرې یې وکړې چې له امله یې هسي د اسټرالیا کریکټ بورډ له لوري ۲۰۰۰ ډالر جریمه شو.

شین وارن له اسټرالیا کریکټ بورډ څخه نن وغوښتل چې پر ډویډ هسې دې یاده جریمه بیرته واخلي. ډویډ هسي وویل: “ما هېڅکله هم نه غوښتل چې داسې یو وړاندیز وکړم چې د لوبې اصول مات کړم. زه پوهېږم چې زما نظرونه، زما مینوالو او ملاتړ کوونکو ته نشر شوي دي، ممکن چې د کریکټ روحیه زیانمنه کړي او د دې لپاره زه بښنه غواړم.” هسي دغه مسخرې د اډلایډ سټرایکرز او میلبورن سټارز لوبډلو ترمنځ د تبصرې پر مهال وکړي چې له کبله یې نوموړی د ۲۰۰۰ ډالرو جریمه شو.
شین وارن بیا نن له اسټرالیا کریکټ بورډ څخه وغوښتل چې نوموړی دي معاف کړې او پر هغه دې یاده جریمه بیرته واخلي کوم چې ۲۰۰۰ ډالر جریمه شوي دی.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې