دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

سریش رینا: هندۍ لوبډله اوس هم اېم اېس ډوهني ته اړتیا لري

سریش رینا چې د ۲۰۱۹ میلادي کال د اي پي ایل سیالیو د پایته رسیدو وروسته، د زنګون ټپ له امله هېڅ ډول سیالۍ نه ده لوبولي او له هندۍ لوبډلې څخه هم لرې پاتې شوي دی. رینا د اګسټ په میاشت کې د خپل زنګون درملنه ترسره کړې او اوس د پایلې په توګه نوموړی جوړ دی، او په پام کې لري چې راتلونکي ۲۰۲۰ میلادي کال اي پي ایل سیالیو کې ولوبېږي.

دغه ۳۳ کلن لوبغاړی اوسمهال د هند پخواني او اوسني چیناي سوپر کینګز روزنکي ګریګ کینګ سره په چیناي کې د تمریناتو په حال کې دی. د پنجشنبې په ورځ په چیپاک کې د یوې ناستې وروسته، د خبرو پر مهال وویل، چې نوموړی به شل اورېز نړیوال جام ته هم راستون شي کوم چې په اسټرالیا کې ترسره کېږي. او همدغه راز به په آي پي آیل سیالیو کې هم ولوبېږي هغه وویل ما خپل پلان له اي پي ایل لوبو څخه پیل کړی دی که زه اي پي ایل سیالیو کې ښه وځليږم نو زه به په نړیوالو سیالیو کې هم ښه وځلیږم.
سریش رینا وویل، هندۍ لوبډلې لپاره اېم اېس ډوهني اوس هم ښه ثابتیدلې شې او هندۍ لوبډله اوس هم ډوهني ته اړتیا لري. پر هر حال دا کال د لوبډلمشر وېرات کوهلي دی چې دوی به څه ډول پرمخ لاړ شي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې