نړیوال کریکټ

د نولس کلنو نړیوال جام د دوهم پړاو اته لوبډلې په ډاګه شوې

لیکنه: بهار سمسور
د نولس کلنو د ۲۰۲۰ کال نړیوال جام چې د جنوبي افریقا په کوربه توب پیل شوی، لوموړی پړاو ګروپي لوبې يې پرون پای ته ورسیدې. د افغانستان په شمول، هند، پاکستان، بنګلادېش، کوربه صوت افریقا، نیوزلېنډ ویسټنډيز، استرالیا دوهم پړاو ته کوالیفایډ شوې، خو سره له دې چې د دوهمې او دریمې درجې ګډونوالې لوبډلې دوهم پړاو ته بریالۍ نه شوې، اما د بشپړ عضویت درلودونکې سریلنکا هم له دې سفره کور ته راوګرځيده او په ګروپ لوبو کې يې د دوه ماتو او یو بري سره د کولمبو لاره ونیوه. افغان کریکټ نولس کلنې لوبډلې چې د ګروپ وروستۍ لوبه يې له کاناډا سره تر سره کیده، باران یوړه خو دواړو لوبډلو یوه، یوه نومره تر لاسه کړه او په دې ډول افغان لوبډله په کوارټر فاینل کې له پاکستان سره مخ کیږي، پرون افریقايۍ لوبډله د متحد عرب امراتو له لوبډلې سره مخ شوه، چې د افریقايۍ لوبډلې د هدف پر مسیر امراتو ښه توپ وهنه پیل کړې وه، اما باران له کوربه لوبډلې سره مدد وکړ او د باراني قانون ډي اېس ال متود پر بنیاد دغه لوبه کوربه افریقا وګټله او دوهم پړاو ته يې لاره پیدا کړه، چې په کوارټر فاینل کې يې ورته بنګلادېش انتظار باسي.
په نورو لوبو کې بیا هند له اسټرالیا، نیوزلېنډ له ویسټنډيزسره او افغان نولس کلنه ملي لوبډله به بیا له پاکستان سره ولوبیږي. تر دې څلور لوبو وروسته به د لومړني کوارټیر فاینل ګټونکی د څلورم نمبر کوارټر فاینل ګټونکي سره مخ شي، او په ترتیب سره به دوهم له دریم نمبر د کوارټرفاینل له ګټونکي سره مخ شي، چې دې ته په کتو به که افغان لوبډله له پاکستان څخه لوبه وګټي نو به د هند او اسټرالیا له منځه ګټونکي لوبډلې سره په سیمي فاینل کې ولوبیږي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې