نړیوال کریکټ

پاکستان کریکټ بورډ هند کریکټ بورډ ته ګواښ وکړ

د هند کریکټ بورډ څو اونۍ وړاندې د آي سي سي یا د کریکټ نړیوالې شورا غوښتې وه چې د راتلونکي ۲۰۲۰ اسیا جام ځای بدل کړې او له پاکستان څخه یې په کوم بل اسیایي هېواد کې ترسره کړې چې د دغې غوښتنې په ځواب کې د پاکستان پخواني لوبغاړي وسیم خان سخت غبرګون وښود، د پاکستان کریکټ بورډ وویل چې راتلونکي ۲۰۲۱ شل اورېز نړیوال جام څخه به ووځي که چیرې هند کریکټ ملي لوبډله راتلونکي اسیا جام کې پاکستان ته د سفر کولو څخه انکار وکړي.

د یادولو وړ ده چې راتلونکي اسیا جام به په پاکستان هېواد کې د پاکستان په کوربه توب پیل شي خو هند بیا وویل که چیرې په پاکستان کې اسیا جام ترسره کېږي نو ستونزمنه به وي چې هند کریکټ ملي لوبډله په راتلونکي اسیا جام کې ګډون وکړي او له اي سي سي یې د ځای بدلون غوښتنه وکړه خو اي سي سي له تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلې او چوپ پاتې ده.
پاکستان کریکټ بورډ ګواښ کړې دی که چیرې هند کریکټ ملي لوبډله راتلونکي اسیا جام سیالیو لپاره پاکستان هېواد ته سفر کولو څخه انکار وکړي نو پاکستان کریکټ ملي لوبډله به بیا د راتلونکي ۲۰۲۱ شل اورېز نړیوال جام څخه ووځي ټاکل شوي ده چې ۲۰۲۱ شل اورېز نړیوال جام په هندوستان کې د هند په کوربه توب پیل شي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې