نړیوال کریکټ

پاکستان له بنګله دېش څخه د شل اورېزو لوبو سیریز په خپل نوم کړ

د پاکستان په کوربه توب په پاکستان لاهور کې د بنګله دېش او پاکستان ترمنځ د شل اورېزو لوبو سیریز په لار اچول شوي وه چې په لومړۍ لوبه کې پاکستان بنګله دېش ته ماتې ورکړه او نن یې یو ځل بیا بنګله دېش ته په دوېمه شل اورېزه لوبه کې ماتې ورکړه چې پاکستان د شل اورېزو لوبو سیریز ور څخه په خپل نوم کړ. بنګله دېش د لوبې ټاس وګټه او لومړۍ یې د توپ وهنې پريکړه وکړه.

د بنګله دېش کریکټ ملي لوبډلې په ټاکلو شل اورنو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۶ منډي وکړي چې د بنګله دېش له لوري په توپ وهنه کې تمیم اقبال سترې ۶۵ او افیف حسین ۲۱ منډي وکړي. د پاکستان ملي لوبډلې له لوري توپ اچونه کې محمد حسنین ۲، شاهین افریدي، هارث روف او شاداب خان هر یوه ۱-۱ لوبغاړی له مخې پورته کړ.
د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې له لوري د ۱۳۷ منډو هدف په ۱۶.۴ اورنو کې د ۱ لوبغاړي په سوځېدو سره بشپړ کړ، د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې له لوري توپ وهنه کې بابر اعظم ۶۶ ناسوځيدلې او محمد حفیظ ۶۷ ناسوځيدلې منډي وکړي، هېره دې نه وې چې احسان علي په توپونو پرته له کومې منډي وسځید. د بنګله دېش له لخوا په توپ اچونه کې یوازې شفیل اسلام ۱ لوبغاړی وسځوه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې