نړیوال کریکټ

بین سټوکس د کریکټ نړیوالې شورا له لوري جریمه شو

د انګلینډۍ لوبډلې پیاوړی لوبغاړی بین سټوکس د ناوړه چلند له امله د اي سي سي (کریکټ نړیوالې شورا) له لوري جریمه شو او د نوموړي نوم ته یو منفې ټکی هم ور اضافه کړل شو، سټوکس په تلویزون کې یو مینوال سره د ناوړه چلند په تبادله کې ښودل شوي وو خو اوس نوموړی د کریکټ نړیوالې شورا له لوري د لوبې ۱۵% سلنه جریمه شو او د سټوکس نوم ته یې یوه منفې نمره هم ور اضافه کړه.
اي سي سي پر وینا چې سټوکس دغه جرم منلی، او پر نوموړي د اي سي سي یاد بندېز هم سټوکس ته د منلو وړ دی. هغه د یادې پیښې وروسته د مینوالو څخه بښنه وغوښته په داسې حال کې، چې د انګلیستان کریکټ بورډ مشر اشلې ګیلس وویل چې د انګلیستان نوم څخه ناوړه چلند اخیستل شوي او سخته غندنه یې وکړه.
د یادولو ده چې د انګلیستان کریکټ بورډ رئیس اشلې ګیلس وویل، مونږ د غونډې ځای ته غوښتنه کړې چې ډاډ ترلاسه کړو تر څو بشپړ امنیت ونیول شې هغه همدا راز وویل چې سټوکس یوازینې کس نه وه چې په ناوړه چلند تورن شوي دی.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې