
اي بي ډویلیرز بریسبین هیټ لوبډله تر بریا ورسوله
نن د بیګ لیګ په دوام ۵۳ سیالۍ کې د بریسبین هیټ او میلبورن سټارز لوبډلې سره مخ شوي چې د بریسبین هیټ لوبډلې د اي بي ډویلیرز پیاوړي توپ وهونې په مرسته بریا ترلاسه کړه او د میلبورن سټارز لوبډلې په ۷۱ منډو ماتې ومنله. د لوبې په پیل کې د بریسبین هیټ لوبډلې پچه وګټله او لومړۍ یې د توپ وهنې پریکړه وکړه.

د بریسبین هیټ لوبډلې په ټاکلو شل اورنو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۸۶ منډي جوړي کړي او د میلبورن سټارز لوبډلې ته یې یو ستر هدف وټاکه، د بریسبین هیټ لوبډلې له لوري په توپ وهنه کې اي بي ډیلیرز ۷۱ سترې منډي وکړي او کریس لین ۳۴ منډي وکړي. د میلبورن سټارز لوبډلې له لوري په توپ اچونه کې ادم زمپا ۳، دلبر حسین او سنډیپ لیمیچن ۱-۱ لوبغاړی وسځوه.
په ځوابي توپ وهنه کې د میلبورن سټارز لوبډلې ټاکل شوي هدف بشپړ نکړ او په ۱۷.۴ اورنو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۵ منډي وکړي چې د ۷۱ منډو په توپېر سره یې سیالۍ د بریسبین هیټ لوبډلې ته وبایلله. د میلبورن سټارز لوبډلې له لوري مارکوس سټونیس ۱۷، نیک لاارکین ۲۲ او پیټر هینډ سکومب ۲۷ منډي وکړي. د بریسبین هیټ لوبډلې له لوري توپ اچونه کې افغان لوبغاړي مجیب الرحمن او جیمز پیټسن ۲-۲ بین لافلین او جک پرسټویج ۱-۱ همدغه راز مچل سویپسن ۳ مهم لوبغاړي وسځول.