افغانستان کریکټ

انګلیستان په ټېسټ کریکټ کې نیم میلیون منډي بشپړې کړې

د انګلیستان کریکټ ملي لوبډلې، د ټیم کریکټ په کتاب کې خپل نوم ثبت کړ. تاسې به ډېر ریکارډونه لیدلې وي چې په کریکټ کې جوړ شوي وي او ثبت شوي وي خو دا ځل د انګلینډ کریکټ ملي لوبډلې په کریکټ کې خورا ښه ریکارډ ثبت کړ چې نورې لوبډلې به دغه ریکارډ ته د رسیدلو لپاره ډېر وخت ونیسې.

په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د انګلینډ کریکټ ملي لوبډلې نیم میلیون منډي بشپړې کړي. دغه ریکارډ په جوهاسنبرګ کې د روانو ټېسټ لوبو په ترسره کولو سره بشپړ شو چې انګلینډ لوبډلې کپتان جي روټ په روانو ټېسټ لوبو کې ښه ځلیږي. د یادولو ده چې هندوستان ، وېسټ انډېز ، سوېلي افریقا ، پاکستان او نیوزیلینډ هغه لوبډلې دي چې تر ۲ لاکو زیات منډي لري. خو افغانستان او آیرلینډ بیا تر زرونو پورې منډي لري. د یادونې وړ ده چې دا مهال انګلینډ کریکټ ملي لوبډلې تر ټولو زیاتې ټېسټ لوبې ترسره کړې دي انګلینډ کریکټ ملي لوبډلې ۱۰۲۲ ټېسټ لوبې ترسره کړې دي.
د انګلینډ کریکټ بورډ هم وړمه ورځ د جمعې په ورځ د جنورۍ پر ۲۴مه نیټه د انګلینډ د نیم میلیون (۵۰۰،۰۰۰) منډو انځور خپور کړې وه. انګلینډ کریکټ ملي لوبډلې دغه منډې په ۱۰۲۲ لوبو کې جوړي کړي او انګلینډ کریکټ ملي لوبډلې په ټېسټ کریکټ کې تر ټولو زیاتو منډي جوړي کړې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې