افغانستان کریکټ

افغانستان کریکټ ملي لوبډله ۲۰۲۱ نړیوال شل اورېز جام ته اتومات ډول کواليفای شوه

د افغانستان کریکټ ملي لوبډله په ۲۰۲۱ شل اورېز نړیوال جام کې په اتومات ډول کوالیفا شوه، د یادولو وړ ده چې د افغانستان کریکټ ملي لوبډله سږ کال هم ۲۰۲۰ نړیوال شل اورېز جام ته کوالیفا شوي ده خو اوس تازه ویل کېږي چې افغان لوبډله به راتلونکي ۲۰۲۱ شل اورېز نړیوال جام ته هم اوتومات ډول کوالیفا شې.

افغانستان کریکټ ملي لوبډلې چې د کریکټ نړیوالې شورا له لوري یې بشپړ غړیتوب ترلاسه کړې دی نو په همدې اساس افغانستان د راتلونکي نړیوال شل اورېز جام لوبو کې په اتومات ډول کوالیفا شوي ده او په بل کال ۲۰۲۱ کې هم اتومات ډول کوالیفا شوي ده. په ورته وخت کې افغان لوبډله اوس مهال پر تمریناتو بوخته ده او ځینې لوبغاړي یې په لیګونو بوخت دي.

ټاکل شوي ده چې راتلونکی جام هندوستان هېواد کې د چمپينز ټرافي پرځای ترسره شي، چې پکې افغانستان، اسټرالیا، نیوزیلنډ، انګلیستان، پاکستان، جنوبي افريقا، هندوستان او وېسټ انډېز په اتومات ډول کوالیفا شوې دي. د یادولو ده چې څلور نورې لوبډلې به هم نړیوال جام څخه غوره شې چې ټولې شپاړس لوبډلې به غوره شې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې