دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

ګرېم سمهت د ډویلیرز په راستانیدو خاموشي ماته کړه

د سویلي افریقا کریکټ ملي لوبډلې پخواني کپتان او اوسنی د بورډ ډایریکټر ګرېم سمهت د ډویلیرز د نړیوال کریکټ ته د بیا را تګ په اړه خپله خاموشي ماته کړه او ویې ویل،که چیرې نوموړی لوبډلې ته راستانیږي،لا هم دروازې د هغه په مخ پرانیستي دي. سمهت وویل: (( دا چې اې بي ډیویلیرز نړیوال کریکټ ته د راتګ لیوالتیا ښودلې.زما په نظر دا یو ښه خبر دی او نوموړي ته اوس هم په سویلي افریقا لوبډله کې دروازې خلاصې دي.)) د سویلي افریقا کریټ ملي لوبډلې پخواني کریکټر اې بي ډویلیرز پدې وروستیو کې ښکاره کړي،چې غواړي نړیوال کریکټ ته بیا راستون شي او د خپلې لوبډلې لپاره په راتلوونکي نړیوال شل اوریز جام کې چې په اسټرالیا کې ترسره کیږي،لوبې ترسره کړي.
ډیویلیرز اوسمهال په بیګ باش سیالیو کې د بریسبن هېټ لوبډلې لپاره چې مجیب او ظاهرخان هم ورسره دي،یو ځای لوبې کوي. د ګرېم سمهت څخه پدې اړه هم پوښتنې وشوې،چې ولې یې ډوپلیسي د یو ورځنیو لوبو کپتانۍ څخه لیرې کړی؟ هغه یې په ځواب کې وویل،چې ډوپلیسي په راتلوونکي ۲۰۲۳ کال نړیوال پنځوس اوریز جام سیالیو کې نه لوبیږي،د همدې کبله سر له اوسه یادو سیالیو ته چمتوالی په کار دی او له همدې کبله یې ډي کوک د یو ورځنیو لوبو کپتان نومولی. د هغه په وینا ډوپلیسی یو بهترین لوبغاړی دی،که چیرې سر له اوسه یادو سیالیو ته یو کپتان نه وي،سویلي افریقا لوبډله د سترو ستونزو سره مخ کیدلی شي.
سویلي افریقا لوبډله اوسمهال پخپل کوربتوب له انګلیستان لوبډلې سره په ټیسټ لوبو بوخته ده. چې لومړۍ ټیسټ لوبه سویلي افریقا او پاتې دوه بیا انګلیستان ترې ګټلي دي. دواړو لوبډلو ترمنځ اوسمهال څلورمه او وروستۍ ټیسټ لوبه د سویلي افریقا په جهانسبورګ ښار کې روانه ده. انګلیستان خپله لومړۍ توپ وهنه کې تردې دمه ۱۰۶ منډې لري،کوم لوبغاړی یې دلاسه ندی ورکړی او نن د لوبې لومړۍ ورځ ده. که چیرې سویلي افریقا دغه ټیسټ لوبه وګټي،نو د انګلیستان سره به د څلورو ټیسټ لوبو لړۍ ۲-۲ کې مساوي پای ته ورسوي.که چیرې انګلیستان وګټله،سیریز به پخپل نوم کړي.
عزیزي

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې