نړیوال کریکټ

پاکستان په لومړۍ لوبه کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه

نن د پاکستان په کوربه توب په لاهور کې د پاکستان او بنګله دېش کریکټ ملي لوبډلو ترمنځ لومړۍ شل اورېزه سیالۍ ترسره شوه چې دغه سیالۍ د کوربه پاکستان کریکټ ملي لوبډلې په پنځه ویکیټو وګټله، د لوبې په پیل کې د بنګله دېش کریکټ ملي لوبډلې پچه وګټله او لومړۍ یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د بنګله دېش کریکټ ملي لوبډلې په ټاکلو شل اورنو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۱ منډي جوړي کړي، د بنګله دېش کریکټ ملي لوبډلې له لوري توپ وهنه کې محمد نعیم ۴۳ سترې، تمیم اقبال ۳۹ او محمود الله ۱۹ ناسوځيدلې منډي وکړي. د پاکستان کریکټ ملي لوبډله لوري توپ اچونه کې شاهېن افریدي، هارث روف او شاداب خان ۱-۱ ویکیټه ترلاسه کړه.
د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې د بنګله دېش له لوري یاد هدف بشپړ کړ او په ۵ ویکیټو یې د بنګله دېش لوبډلې ته ماتې ورکړه د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې لخوا توپ وهنه کې شعیب ملک ۵۸ ناسوځيدلې او احسان علي ۳۶ منډي وکړي چې تر نورو ښه وځلید. د بنګله دېش کریکټ ملي لوبډلې له لوري شفیل اسلام ۲ ویکیټې تر لاسه کړي او د بنګله دېش نورو توپ اچوونکو یواځې یوه یوه ویکیټه ترلاسه کړه خو لوبډله یې تر بریا ونشوه رسولی او لوبډلې یې په لومړۍ لوبه کې ماتې ومنله دوېمه لوبه به د جنورۍ په ۲۶مه نیټه پیل شي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې