نړیوال کریکټ

هند په لومړۍ شل اورېزه لوبه کې نیوزیلنډ ته په شپږو ویکیټو ماتې ورکړه

نن د جنورې په ۲۴مه نیټه د جمعې په ورځ د هندوستان او نیوزیلنډ ترمنځ د شل اورېزو لوبو لومړۍ سیالۍ ترسره شوه چې دغه سیالۍ د میلمه هند په بریا سره پایته ورسیده او د نیوزیلنډ کریکټ ملي لوبډلې ته یې په لومړۍ شل اورېزه لوبه کې ماته ورکړه. د دغې لوبې پچه هند وګټله او لومړۍ یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د نیوزیلنډ کریکټ ملي لوبډلې په ټاکلو شل اورنو کې د د پنځه لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۳ منډي وکړي، د نیوزیلنډ له لوري توپ وهنه کې کالون منرو ۵۹، کېن ولیمسن ۵۱ او روس ټېلر ۵۴ ناسوځیدلې منډي وکړي. د هند لوبډلې له لوري توپ اچونه کې جسپریټ بومرا، شهردل ټاکور، چهال، شوم دوبي او جدېجا هر یوه ۱-۱ لوبغاړی وسځوه.
د هند لوبډلې د ۲۰۴ منډو هدف په ۱۹م اور کې څلورو لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ او د نیوزیلنډ لوبډلې ته یې په لومړۍ شل اورېزه لوبه کې ماته ورکړه، د هند لوبډلې له لوري توپ وهنه کې لوکېش راهول ۵۶، شیرس لېر ۵۸ ناسوځیدلې او لوبډلمشر وېرات کوهلي ۴۵ منډي وکړي خو روهېت شرما ښه ونه ځلید نوموړي یوازې ۷ منډي وکړي. د نیوزیلنډ له لوري توپ اچونه کې مایکل سانټینر ۲، بلیر ټیکنر او مچل سینټینر ۱-۱ لوبغاړی وسځوه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې