دلوبغاړو په اړه

عمران خان د بین سټوکس ستاینه وکړه

د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او د پاکستان اوسنی لومړی وزیر عمران خان د انګلینډ کریکټ ملي لوبډلې پیاوړي الراونډر بین سټوکس ستاینه وکړه او بین سټوکس یې یو ښه کریکټر یاد کړ بین سټوکس د آي سي سي په رینګینګ یا درجه بندۍ کې ډېر مخکې دی هغه د لومړي ځل لپاره د انګلینډ کریکټ ملي لوبډلې ته دا ویاړ وبښه چې د نړیوال ۵۰ اورېز جام په خپل نوم کړي.

که څه هم د پاکستان لومړی وزېر عمران خان د کریکټ له نړۍ لرې پاتې شوې دی او د سیاست نړۍ ته داخل شوي دی خو هغه وویل، چې زه اوس هم د کریکټ ورځپاڼې څارم. عمران خان وویل” هغه ستونزو له امله چې زه ورسره مخ یم په دې ورځو کې د کریکټ لیدو لپاره وخت نه لرم که څه هم زه ورځپاڼې لولم.” خو په حقیقت کې هغه د انګلینډ پیاوړی لوبغاړی بین سټوکس یو غوره کریکټر وباله.
بین سټوکس په رښتیا هم د انګلینډ کریکټ ملي لوبډلې يو پیاوړی الراونډر دی، هغه نه یوازې د انګلینډ له پاره پیاوړی لوبغاړی دی بلکې د نړیوالو لپاره هم پیاوړی لوبغاړی دی بین سټوکس یو ځل د هند غوره لیګ (آي پي آیل) سیالیو کې تر ټولو لوبغاړو په لوړ قیمت پلورل شوي وه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې