نړیوال کریکټ

سریلانکا په ۱۰ ویکیټو له زمبابوې ټېسټ لوبه وګټله

د سریلانکا او زمبابوې کریکټ ملي لوبډلو ترمنځ تېره ورځ ټېسټ سیالۍ د سریلانکا په بریا سره پایته ورسیده د لوبې په پیل کې د زمبابوې کریکټ ملي لوبډلې پچه وګټله او لومړۍ یې توپ وهنې پرېکړه وکړه. زمبابوې کریکټ ملي لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې یو ښه پیل وکړ او د ۱۰ لوبغاړو په زیان یې ۳۵۸ منډي وکړي، د زمبابوې کریکټ ملي لوبډلې له لوري کریګ یراوین ۸۵ سترې منډي جوړي کړي.

د سریلانکا کریکټ ملي لوبډلې د زمبابوې کریکټ ملي لوبډلې یاد هدف بشپړ کړ او د ۹ لوبغاړو په سوځېدو یې ورته ۵۱۵ منډي جوړي کړي، چې له ډلې یې اینګلو میتوس ۲۰۰ سترې منډي جوړي کړي چې له لوبغالي څخه ناټ اوټ لاړ. د زمبابوې کریکټ ملي لوبډلې یو وار بیا دویم وار پاڼۍ پیل کړه او د ۱۰ لوبغاړو په سوځېدو یې په ۹۰ اورنو کې یواځې ۱۷۰ منډي جوړي کړي. د سریلانکا کریکټ ملي لوبډلې په ۳ اورنو کې پرته له کومې ویکیټې ۱۴ منډي بشپړې کړې او زمبابوې کریکټ ملي لوبډلې ته یې په ۱۰ ویکیټو ماتې ورکړه.
د سریلانکا لپاره توپ وهنې کې اینګلو میتوس ښه وځلید نوموړي په دویمې پاڼۍ کې د زمبابوې کریکټ ملي لوبډلې توپ وهونکو پر وړاندې ۲۰۰ سترې منډي جوړي کړي چې له لوبغالي څخه ناټ اوټ لاړ.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې