نړیوال کریکټ

روب کېسل د ایرلینډ لوبډلې سره دنده پریږدي

د ایرلینډ کریکټ ملي لوبډلې د توپ اچونې مرستیال روزونکی روب کېسل په راتلوونکو میاشتو کې له ایرلینډ کریکټ ملي لوبډلې سره خپله دنده پریږدي او په ای پي ایل سیالیو کې له یوې لوبډلې سره خپله نوي دنده پیلوي. اسټرالیاوی روب کېسل په ۲۰۱۷ کال کې د ایرلینډ کریکټ ملي لوبډلې د چټک بالینګ د شعبې سره د مرستیال روزونکي په توګه یو ځای شو او د هغه په شتون کې ایرلینډ لوبډلې د ای سي سي لخوا د ټیسټ لوبو بشپړ عضویت هم ترلاسه کړ.

د یادولو وړ ده چې روب کېسل به تر مارچ میاشت پورې چې ایرلینډۍ لوبډله افغانستان سره سیالۍ لري،د ایرلینډ لوبډلې سره یو ځای وي او له هغې وروسته به خپل دنده پای ته ورسوي. کېسل د ایرلینډ کریکټ بورډ او د ټیم ټول سټاف او لوبغاړو څخه مننه وکړه،چې له دوی سره یې پدې درې کلنه موده کې ښه وخت تیر کړئ. هیره دې نه وي چې ایرلینډ او افغانستان کریکټ ملي لوبډلو ترمنځ به افغانستان په کوربتوب په هند ګرېټر نويډا لوبغالي کې درې شل اوریزې لوبې ترسره شي.
که څه هم ایرلینډ او افغانستان په ۲۰۱۷ کال جون میاشت کې د کریکټ نړیوالې شورا لخوا یو ځای ټیسټ غړیتوب ترلاسه کړئ،خو د افغانستان په پرتله ایرلینډ کریکټ بورډ د ښه منجمینټ په اساس له سترو لوبډلو سره زیاتې سیالۍ برابرې کړي دي. تراوسه افغانستان کریکټ بورډ پخپله یوه لوبه هم د نورو لوبډلو سره دوی نده برابره کړې،کومې لوبې چې اوسمهال افغانستان ترسره کوي.هغه د ای سي سي( FTP) یا د راتلوونکو سفرونو پروګرام له مخې دي،چې په ۲۰۱۷ کال ای سي سي ناسته کې پرې پریکړه شوې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې