افغانستان کریکټ

افغانستان او کاناډا نولس کلنو ترمنځ لوبه بې پایلې اعلان شوه

د افغانستان نولس کلنو او کاناډا نولس کلنو کریکټ ملي لوبډلو ترمنځ ټاکل شوي وه چې افغانستان په ډله ییزه توګه خپله وروستۍ سیالۍ له کاناډا نولس کلنو کریکټ ملي لوبډلې سره ترسره کړي دغه سیالۍ په پیل کې د باران له امله وځنډول شوه خو وروسته د آي سي سي پر وینا چې لوبه د باران له امله بې پایلې اعلان شوه خو افغان لوبډلې له ډي ګروپ څخه مخکې تګ وکړ.

د یادولو وړ ده چې افغان لوبډلې له دې وړاندې سوېلي افریقا ته په ستر توپېر ماتې ورکړه او ورپسې یې متحده عربي اماراتو نولس کلنو کریکټ ملي لوبډلې ته په ستر توپېر سره ماتې ورکړه چې له امله یې افغان نولس کلنو کریکټ ملي لوبډلې د ډیرو پوائنټونو په لرلو سره مخکې تګ وکړ او افغان نولس کلنو لوبډلې راتلونکي پړاو ته لار وموندله.
د یادونې وړ ده چې افغانستان نولس کلنو کریکټ ملي لوبډلې په نولس کلنو نړیوال جام کې خورا په زړه پورې سیالۍ ترسره کړې دي او سیاله لوبډله یې له ستونزو سره مخ کړې ده چې دا مهال ګڼ شمېر هېوادوال او د افغان لوبډلې مینه وال هیله لري چې افغان لوبډله به تر پای لوبې پورې لار ومومي او همدغه راز د ډېرو کریکټ مبصرینو پام یې هم ځانته اړولې دی.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې