نړیوال کریکټ

ګریم سمت تایید کړه، چې ډیکاک د تل لپاره لوبډلمشر ټاکل شوي نه د انګلینډ پر وړاندې

د سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډلې لنډمهاله رئیس ګریم سمت تایید کړه چې د نوي یو ورځنۍ کپتان کوینټن ډیکاک ټاکنه د تل لپاره ده نه یوازې د انګلینډ پر وړاندې راتلونکي میاشت کې د سیریز لپاره کوینټن ډیکاک د فاف ډوپلسیس پر ځای لوبډلمشر ونومول شو ګریم سمت له رسنیو سره په خبرو کې ومنله چې ډیکاک یې د یو ورځینو لوبو کپتان د تل لپاره ټاکلی دی.

پخوانی لوبډلمشر فاف ډوپلسیس د سوېلي افریقا له لوري په نوي اعلان شوي نوملړ کې د درې یو ورځینو لوبو لړۍ څخه کیښنول شوي دی په ورته وخت کې د ډویلزر نړیوال کریکټ ته د بیا راتللو غوښتنه کړې ده چې داسې انګرنې موجودې دي چې هغه به نړیوال جام کې له لوبډلې سره یو ځای شي هغه اوس په بیګ باش لیګ لوبو کې بوخت دی.
د یادونې وړ ده چې په شل اورېزو لوبو او یو ورځینو لوبو کې د ډویلرز ریکارډونه د پام وړ دي. او نورو توپ وهونکو هم غوښتنه کړې وه چې ډویلرز ته د بیا لوبېدو اجازه ورکړي که چيرې اجازه ور نه کړي نو دا به یو احمقانه کار وي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې