دلوبغاړو په اړه

پاکستان پخوانې الروانډر عبدالرزق د وېرات کوهلي ستاینه وکړه

د پاکستان کریکټ ملي لوبډلې پخوانې الراونډر عبدالرزق د هند کریکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر وېرات کوهلي ستاینه وکړه او وېرات کوهلی یې یو ښه لوبغاړی وباله او کوهلي یې همدغه راز بختور لوبغاړی وباله نوموړي د کوهلي د بریا راز د هند کریکټ د کنټرول اداره بي سي سي آي وباله او وویل چې د هند کریکټ کنټرول اداره پر وېرات کوهلي زیات اعتماد لري.

عبدالرزق وویل “کوهلي یو ښه لوبغاړی دی او په دې کې هېڅ شک نشته. په هر حال هغه نېکمرغه دی ځکه چې بي سي سي آي د هغه ښه ملاتړ کوي او پر هغه باندې اعتماد لري چې کوم لوبغاړي بریالیتوب ته اړتیا لري هغه درناوی چې هغه یې له خپل بورډ څخه ترلاسه کوي دا هغه څه دي چې شاید هغه وهڅوي چې هر څه ښه ترسره کړي او پایلې یې د ټولو لپاره مثبتې وي.
رازق همدا راز ادغا وکړه چې پاکستاني لوبغاړي کولی شي له کوهلي څخه هم تیر شي په دې شرط چې دوی د پاکستان کریکټ بورډ (PCB) څخه ورته ملاتړ ترلاسه کړي چې کوهلي یې له BCCI څخه ترلاسه کوي. کوهلي اوس مهال په نیوزیلینډ کې د هندي ټیم مشري پر غاړه لري چې سبا به د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ سیالۍ پیل شي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې