نړیوال کریکټ

وېسټ انډېز له ۲۰۱۵ کال وروسته یو ځل بیا سریلانکا ته سفر کوي

وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډلې پدې وروستیو کې د هند په کوربه توب په هند کې د دریو ورځینو او د دریو شل اورېزو لوبو لړۍ سفر پایته ورسوله، خو اوس تازه د وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډله به د ۲۰۱۵ کال وروسته یو ځل بیا سریلانکا ته سفر وکړي او هلته به له سریلانکا سره درې پنځوس اوريزې او دوه شل اوریزې لوبې ترسره کړي.

وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډلې د راتلونکو شل اورېزو لوبو سیالیو مهالوېش اعلان کړ، چې وېسټ انډېز به د فبروري په ۱۰مه نیټه سریلانکا ته سفر وکړي چې د فبروري په ۱۷مه او ۲۰مه نیټه به تمریناتې لوبې هم ترسره کړي لومړۍ وارم اپ سیالۍ به غیرې رسمي وي او په دوېمه وارم اپ کې په کټوناییک کې ، وېسټ انډېز به د بورډ د ولسمشر الیون سره لوبه وکړي.
د درې یو ورځینیو سیالیو لومړۍ اوونۍ به د فبرورۍ په ۲۲مه نیټه په کولمبو ایس سي سي کې ترسره شي په داسې حال کې چې دوهمه او دریمه یو ورځنۍ سیالۍ به د فبرورۍ په ۲۶مه او مارچ په ۱مه نیټه هامبینټا او کینډي کې ترسره شي او د دریو لوبو یواځې لومړۍ شل اوریزه لوبه به یوه ورځنۍ لوبه وي د یو ورځینیو سیالیو وروسته ، میلمه وېسټ انډېز به د شل اورېزو لوبو لړۍ تر سره کوي ، لومړۍ لوبه به د مارچ په ۴ او دوېمه لوبه به د مارچ په ۶ نیټه ترسره شي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې