افغانستان کریکټ

افغانستان به درېمه او وروستۍ ډله ییزه سیالۍ سبا ترسره کړي

د افغانستان نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې په انډر ۱۹ نړیوال جام کې دوه سیالۍ ترسره کړې دي چې لومړۍ لوبه یې تیرې جمعې په ورځ کوربه سوېلي افریقا کریکټ ۱۹ کلنو ملي لوبډلې سره ترسره کړه چې د افغانستان نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې سوېلي افریقا نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه همدغه راز دوېمه سیالۍ یې پرون چهارشنبه له متحده عربي اماراتو نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې سره ترسره کړه چې افغان لوبډلې اماراتو نولس کلنو ملي لوبډلې ته هم ماتې ورکړه او دوېم پړاو ته یې لار وموندله.


د یادولو وړ ده، چې سبا جمعه به افغانستان نولس کلنو کم عمره ملي لوبډله په ډي ګروپ کې خپله درېمه او وروستۍ ډله ییزه سیالۍ له کاناډا نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې سره پیل کړي دغه لوبه به د افغانستان پر وخت ۱۲:۳۰ بجې پیل شي افغانستان له دې وړاندې هم په ۱۲:۳۰ بجو خپلې لوبې پیل کړې وي.
هېره دې نه وې چې افغانستان نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې وار دمخه د اي سي سي په نولس کلنو کم نړیوال جام کې دوېم پړاو ته لار موندلې ده له هر یوه ګروپ څخه به یوه یوه مخکښه لوبډله مخکې تګ کوي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې