
شیکر دوان ممکن د اي پي ایل پیل لوبې له لاسه ورکړي
د هند کریکټ ملي لوبډلې نوموتی توپ وهونکی شیکر دوان به د ټپونو له امله د ۲۰۲۰ کال اي پي ایل پیل لوبې له لاسه ورکړي، هغه د اسټرالیا سره د لوبې پرمهال خپله ګوته ماته کړه همدغه راز هغه د کور سیریز پرمهال خپل زنګون ټپي کړ چې د وېسټ انډېز پر وړاندې له لوبې څخه کیښنول شو.

په ورته وخت کې شیکر دوان به د نیوزیلنډ پر وړاندې راتلونکي پیل لوبې د ټپونو له امله ترسره نه کړي د هندې رسنیو د راپورنو پر وینا چې د ډیلي کپټلز اوپنر توپ وهونکی شیکر دوان به د شاو خوا ۱۰ اونۍ لپاره له کریکټ څخه استراحت وکړي چې له امله به یې دوان د راتلونکي اي پي ایل پیل لوبې له لاسه ورکړي ټاکل شوي وه چې شیکر دوان به د ډیلي کپټلز لوبډلې لپاره ولوبېږي.
د شیکر دوان پر ځای د شل اورېزو لوبو لړۍ لپاره سنجو سیمسن نومول شوي دی، تمه کېده چې دوان به د آي پي آیل پیل لوبو کې د ډهلي کپټلز لوبډلې لپاره توپ وهنه ترسره کړي چې اوس نوموړي ته د ۱۰ اونیو لپاره استراحت وړاندېز شوي دی.