دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

سمت غواړي کاګېسو رباډا باندې فشار کم کړي

ګریم سمت هیله لري چې کاګېسو رباډا د خپلې وروستۍ غلطۍ څخه زده کړه وکړي مګر نوموړي څرګنده کړه چې غواړي پر کاګېسو رباډا باندې یو څه فشار کم کړي رباډا د انګلینډ پر وړاندې په سیالۍ کې د جي روټ د سوځولو وروسته د نوموړي مخې ته ورغې او په نوموړي یې د اي سي سي خلاف اصولو چیغې کړي چې د آي سي سي له لوري له یوې نړیوالې سیالۍ څخه کیښنول شو د نوموړي نوم ته اي سي سي له لوري یوه منفې نمره هم اضافه کړل شوه.

سمت تمه لري، رباډا چې د یو ورځنۍ نړیوالې لړۍ لپاره هم نه دی غوره شوی درس به ور څخه زده کړي سمت تمه لري چې د رباډا نشتون په یو ورځینو لوبو کې رباډا ته درس ورکړي چې یو څه ځان پوه کړي په ورته وخت کې دا به نورو بالرانو ته هم موقع ورکړي چې پورته شي او وښیې چې دوی کولی شي یو څه فشار راحته کړي چې ربادا یې لري.
سمت وویل”د رباډا په ​​اوږو ډیر څه اچول شوي دي. زما په اند دا یو ښه کار دی چې هغه په ​​یو ورځینیو لوبو کې آرام وکړي ځکه چې دا نورو ته فرصت ورکوي او د ځوانانو پټ استعدادونه رابر سېره کړي هغه همدا راز وویل چې احساسات په رسنیو کې خورا توپېر لري او رباډا باید خپل احساسات کنټرول کړي.”

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې