نړیوال کریکټ

روهیت شرما: هند نوولس کلنه کریکټ لوبډله د اتلوالۍ جام ګټلی شي

د هند کریکټ ملي لوبډلې اوپنر لوبغاړی روهیت شرما وایي، هند نوولس کلنه کریکټ ملي لوبډله ددې پوره وړتیا او چانس لري چې یو ځل بیا دغو سيالیو د اتلوالۍ جام پخپل نوم کړي. نوموړي پخپل ټویټ کې د هند نوولس کلنې کریکټ ملي لوبډلې ته ښې هیلې څرګندې کړي او لیکلي يې دي، پدې هیله چې د اتلوالۍ جام یو ځل بیا راوړئ.

(( نوولس کلنې کریکټ ملي لوبډلې ته چې په سويلي افریقا هیواد کې ده،ښې هيلې څرګندې کوم.دوی لا وړاندې پدې لوبو کې ښه پیل ورکړئ.پدې هيله چې د اتلوالۍ دفاع وکړي او خپل هیواد ته یې بیا راوړي.)) هند نوولس کلنې کریکټ ملي لوبډلې په نړیوال جام کې ښه پيل ورکړی دی،چې لومړۍ سيالي يې له سريلانکا څخه په ۹۰ منډو توپیر ګټلې او دوهمه لوبه يې له جاپان په ۱۰ ویکټو ګټلي. د پرایام ګارګ په مشرۍ کې هند نوولس کلنې لوبډلې جاپان ته په ماتي ورکولو سره بل پړاو (کوارټر فاينل) ته لار پيدا کړه. د څلور ځلې نړیوال جام ګټوونکي هندۍ نوولس کلنه لوبډله به راتلوونکي لوبه د سې شنبې په ورځ پخپل ګروپ کې له نيوزیلینډ سره ترسره کړي. هند لدې وړاندې په ۲۰۱۸ کال کې د پريټف شا په مشرۍ کې د نړيوال جام اتلوالي ګټلي وه.
د نوولس کلنو نړیوال جام کې افغان لوبډلې هم تردې دمه په زړه پورې لوبې کړي. دوی پخپل ګروپ لومړۍ لوبه کې سويلي افریقا پیاوړې لوبډله له سختې ماتي سره مخ کړه او ورپسې تیره ورځ لوبه کې یې امارات له غټې ماتې سره مخ کړل او پدې سره یې خپل ګروپ څخه بل پړاو ته لار ومونده. افغان نوولس کلنه لوبډله به راتلوونکي لوبه د جنورۍ په ۲۴مه نېټه پخپل ګروپ کې له کاناډا لوبډلې سره ترسره کړي. تراوسه څلورو لوبډلو،هند،پاکستان،افغانستان او نیوزیلینډ لوبډلو بل پړاو(کوراټر فاينل) لار موندلې ده.

عزیزالله عزیزي

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې