دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

جوفرا ارچر به وروستۍ ټېسټ لوبې کې انګلینډ لوبډلې ته راستون شي

د انکلینډ کریکټ ملي لوبډلې پیاوړی تېز توپ اچوونکی جوفرا اچر به راتلونکي ټېسټ لوبې کې انګلینډ کریکټ ملي لوبډلې سره یو ځای شي او لوبډلې ته به راستون شي، ارچر څه موده وړاندې د ټپونو له امله د سوېلي افریقا پر وړاندې له لوبې څخه کیښنول شوي وه او هملته له لوبډلې سره پاتې شوي وه.

اوس تازه د انګلینډ روزنکي معاون ګراهام توروپ ټېنګار کړی دی، چې تېز بالر جوفرا اچر دي په وروستۍ ټېسټ لوبه کې له لوبډلې سره شامل کړل شي دغه ۲۴ کلن لوبغاړی په ښي لاس کې د درد له امله له لوبډلې څخه کیښنول شوي دی معلوماتو له مخې چې د انګلینډ کریکټ چارواکي به د جوفرا اچر روغتیا ته په کتو یو ځل بیا له لوبډلې سره نوموړی یو ځای کړي.
د انګلینډ کریکټ بورډ په یو بیان کې ویلې وه چې نوموړی به د جنورۍ په ۲۴مه نیټه سبا جمعه له لوبډلې سره په وروستۍ ټېسټ لوبه کې يو ځای شي بورډ د نوموړي روغتیا د ډاډ وړ ښودلې ده او ټاکل شوي ده چې سبا لوبډلې ته ارچر راستون شي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې