نړیوال کریکټ

اوټیس ګیبسن د بنګله دیش کرکټ لوبډلې سره دوه کلن تړون لاسلیک کړ

د بنګله دیش کرکټ بورډ د سویلي افریقا پخواني چټک بالر د روزونکي په توګه وټاکه اوټیس ګیبسن چې دغې دندې ته ډېر د مخکي نه لیواله و خپل هدف ته ورسید او ټیس د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې لپاره د تېزو بالرانو روزونکی وټاکل شو
هغه د بنګله دیش کرکټ ملي لوبډلې سره پرون دغه دوه کلن تړون لاسلیک کړ نوموړی به د بنګله دیش لوبډلې سره د پاکستان په سفر کې ملګری وې د بنګله دیش کرکټ بورډ مشر نظم الحسین وویل مونږ اوټیس د دي په خاطر وټاکه چې مونږ ورته ډېره زیاته اړتیا لرو اوټیس په نړۍ کې یو ښه او تجربه لرونکی روزونکی دی د هغه لومړۍ سفر به پاکستان ته وې او په درې شل اوریزه سیالیو کې به د بنګله دیش کرکټ لوبډلې لپاره خپله لومړۍ دنده ترسره کړې اوټیس د بنګله دیش کرکټ په تجارتي سیالیو کې د کامیلا لوبډلې مشر روزونکی و د سویلي افریقا دغه پخواني لوبغاړی ډېر خوښ دی چې د بنګله دیش د فاسټ بالینګ د روزونکي په توګه وټاکل شو هغه په خپله ورستۍ مرکه کې په شېره بنلګه لوبغالي کې خبریالانو ته یې وویل
زه د چټکې توپ اچونې سره ځانګړې مېنه لرم او غواړم د بنګله دیش فاسټ بالرانو ته ښه روزنه ورکړم زه د بنګله دیش کرکټ بورډ له غړو څخه مننه کوم چې پر ما یې دومره باور وکړ زه به خپله پوره هڅه وکړم چې دپاکستان په سفر کې خپلو لوبغاړو ته ښه روزنه ورکړ.

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې