نړیوال کریکټ

پاکستان زمبابوې ته په ۳۸ منډو ماتې ورکړه، او سوېلي افریقا کاناډا ته ماته ورکړه

د سوېلي افریقا په کوربه توب د اي سي سي انډر ۱۹ نړیوال جام کې افغان لوبډلې نن متحده عربي اماراتو لوبډلې ته په ستر توپېر ماته ورکړه او نړیوال جام روانو سیالیو کې افغان نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې دوېم پړاو ته لار ومونده. په ورته حال کې پاکستان زمبابوې نولس کلنو لوبډلې ته په ۳۸ منډو توپېر سره ماتې ورکړه همدغه راز کوربه سوېلي افریقا بیا کاناډا ته ماتې ورکړه.

پاکستان نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې د لومړۍ وار توپ وهنې په مرسته پنځوس اورنو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۲۹۴ منډي وکړي خو د زمبابوې نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې په ځواب کې د ۴۶.۳ اورنو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۵۶ منډي وکړي.
بل لوري ته کوربه سوېلي افریقا او کاناډا نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې سره مخ شوي چې سوېلي افریقا نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې په ټاکل شوو پنځوس اورنو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۳۴۹ منډي جوړي کړي، په ځوابي توپ وهنه کې د کاناډا نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې ۴۱.۱ اورنو کې ۱۹۹ منډي جوړي کړي او سیالۍ یې کوربه سوېلي افریقا ته په ستر توپېر سره وبایلله پاراسپاراس په دغه لوبه کې ۶۰ منډي جوړي کړي.
جوناتن برډ بیا په ۵۴ منډو وسځوځېد. کاناډا نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې له لوري، اخیل کومار څلور او ریشیو جوشي دوه ویکټې واخیستې. د کاناډا له لوري توپ وهنه کې بنیامین۶۲ ناسوځیدلې منډي جوړي کړي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې