نړیوال کریکټ

د بنګله دېش لوبډله به نن لاهور ته سفر وکړي

د ډېرو کالونو وروسته پاکستان هېواد ته نړیوال کریکټ ستون شوي دی چې تازه د بنګله دېش کریکټ ملي لوبډله به نن چهارشنبه د ځانګړو الوتکو له لارې د پاکستان لاهور ښار ته د شل اورېزو لوب لړۍ لپاره سفر وکړي پاکستان کریکټ بورډ له بنګله دېش سره د ټېسټ لوبې سریز هم په لاره اچولی دی.

د پاکستان لومړی وزېر عمران خان به د بنګله دېش د مدیره هیئت نظیم الحسن ، د کریکټ مدیر اکرم خان ، چیف سلیکټر منہاج العابدین او د بنګله دیش د استخباراتو افسرانو سره هم وویني. بنګله دېش به د پنجشنبې ورځ پي سي هوټل ته سفر وکړي او ترڅنګ به یې په قذاقي نړیوال لوبغالي کې تمرینات ترسره کړي.
د پاکستان او بنګله دېش ترمینځ به د شل اورېزو لوبو لړۍ د جنورۍ په ۲۴ ، ۲۵ او ۲۷ په لاهور کې د قذافي سټیډیم کې ترسره شي ، د دې لپاره چې د آنلاین ټیکټونو پلور لا دمخه پیل شوی دی.
د بنګله دېش کریکټ ملي لوبډلې پخوانۍ لوبډلمشر شکیب الحسن د کریکټ نړیوالې شورا له لوري د یو کلن بندېز سره مخ شوي دی او نه شې کولی چې له لوبډلې سره پاکستان ته سفر وکړي همدغه راز مشفق الرحیم بیا پاکستان ته د تګ څخه انکار کړی دی.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې