
افغان نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې متحده عربي اماراتو لوبډلې ته ۲۶۶ منډي هدف وټاکه
د نولس کلنو کم عمره نړیوال جام کې نن افغان نولس کلنو ملي لوبډلې په ډي ګروپ کې دوېمه سیالۍ له متحده عربي اماراتو نولس کلنو ملي لوبډلې سره پیل کړه د لوبې پچه افغان نولس کلنو ملي لوبډلې وګټله او لومړۍ یې د اماراتو پر وړاندې توپ وهنې پرېکړه وکړه. افغان نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې په ټاکلو پنځوس اورنو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۲۶۵ منډي جوړي کړي چې له ډلې یې ابرهېم ځدران ۸۷ او رحمن الله ۷۸ سترې منډي وکړي.

د متحده عربي اماراتو نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې له لوري توپ اچونه کې کارتک دوه مهم لوبغاړي وسځول.
د متحده عربي اماراتو نولس کلنو کم عمره ملي لوبډله به په څو شیبو کې توپ وهنې لپاره میدان ته راشې او د افغان نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې ټاکل شوي هدف لپاره به هڅه کوي چې یاد هدف په پنځوس اورنو کې ترې باید بشپړ کړي دا به وروسته د لوبې په پای کې څرګنده شې چې آیا متحده عربي اماراتو لوبډله به د ۲۶۶ منډو هدف بشپړ کړي؟ تاسې له افغان کریک انفو وېب سایټ او وېبپاڼه سره اوسئ د لوبې تازه جزیات به له تاسې سره شریک کړي.