دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

کوینټن ډیکاک د ډوپلسیس پر ځای لوبډلمشر نومول شوي دی

د سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډلې تازه د ډوپلیسیس پر ځای کوینټن ډیکاډ د سوېلي افریقا لوبډلې لوبډلمشر ټاکلی دی، ډوپلسیس د انګلینډ پر وړاندې راتلونکي سیریز کې هم نه دی اخیستل شوي او له لوبډلې څخه د راتلونکي لوبې لپاره کیښنول شوي دی.

په ۲۰۱۹ میلادي کال کې داسې انګرنې موجودې وې چې ګواګې ډوپلسیس به د خپلې ناکامو هڅو او د نا بریالۍ لوبډلمشرۍ په ترسره کولو سره له دغه فارمټ څخه لرې کړل شې خو اوس نوموړی له لوبډلې کیښنول شوي او همدغه راز پر ځای یې ډیکاک د لوبډلې لوبډلمشر ټاکلی په دې تړاو سوېلي افریقا کریکټ بورډ څه نه دې ویلې چې ولې یې نوموړی له لوبډلې او لوبډلشمرۍ کیښنولی دی. سمت ویلې دي “مونږ ټول د کوینټن ډیکاک په تړاو پوهېږو مونږ په اوږدو کې د نوموړي اعتماد او باور لیدلې دی هغه یو ځانګړی لید او طریقه لري مونږ هیله لرو چې نوي لوبډلمشر به په لوبډله مثبت اغېز وکړي.
د سوېلي افریقا نوي اعلان شوي نوملړ کې لاندې لوبغاړي شامل دي: کوینټن ډیکاک (کپتان) ، ریزا هینډریکس ، ټیمبا باوما ، راسي وان ډیر دوسن ، ډیویډ ملر ، جون سمسټ ، انډلي فهلوکویو ، لوټو سیپملا ، لونګي نګیدي ، تبریز شمسي ، سیسندا مګالا ، بوورن فورټوین ، بیوران هالندکس او جانیلن مالان وریرین شامل دي

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې