دلوبغاړو په اړه

کاګېسو رباډا: زه هېڅکله خپل ځان او لوبډلې ته زیان نه شم اړولی

د سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډلې تېز بالر کاګېسو رباډا چې د انګلینډ لوبډلې پر وړاندې په درېمه ټېسټ لوبه کې نه وه او د اي سي سي له لوري له یوې نړیوالې لوبې څخه منع شوي وه، هغه د انګلینډ کریکټ کپتان جي روټ پر وړاندې د اي سي سي قانون خلاف عکس العمل ترسره کړی وه چې له امله یې اي سي سي پر رباډا باندې یوې نړیوالې لوبې بندېز ولګوه.

رباډا د یاد بندېز په تړاو ویلې دي چې پر نوموړي دغه بندېز سم دی او که نه هغه وایي زه په دې اړه نه پوهېږم خو هغه زیاته کړه چې خپل ځان او لوبډلې ته په راتلونکي کې زیان نه شې اړولې. پر رباډا باندې د بندېز سربیره د نوموړي نوم ته یوه منفې نمره هم ورکړل شوي ده. سپورټ ۲۴ د رباډا په حوال لیکلې دي: “دا هغه څه دي چې ما یې تمه نه درلوده زه نه پوهېږم چې پر ما دغه بندېز پر ځای لګول شوي دی او که نه، مګر زه پوهېږم چې پر ما بندېز لګول شوي دی.”
دغه ښیې لاسې توپ اچوونکي کاګېسو رباډا په وروستیو کې وویل”زه خپل ځان او لوبډلې ته زیان نه شم اړولی.” کاګېسو رباډا لوبډلې ته د بیا راتګ هیله کړې ده او ویلې یې دي چې ډېر لیواله دی چې له لوبډلې سره یو ځای شې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې