نړیوال کریکټ

هند کریکټ ملي لوبډله نیوزیلنډ ته رسیدلې ده

د هند کریکټ ملي لوبډلې د اسټرالیا پیاوړي لوبډلې ته په خپل کور هند کې ماتې ورکړه. وړمه ورځ دوشنبه د هند کریکټ ملي لوبډله نیوزیلنډ ته رسیدلې او د هند لوبډلې ځینو لوبغاړو له هغې ځای څخه په خپل ټویټر اکاونټونو انځورونه خپاره کړي دي چې پکې روهیت شرما سربیره نور هندې لوبغاړي لېدل کېږي.

د یادونې وړ ده چې د نیوزیلنډ په کوربه توب به د هند او نیوزیلنډ ترمنځ ۵ شل اوريزې، درې یو ورځنۍ او دوه ټېسټ سیالۍ یو له بله سره ترسره کړي که لیواله یاست چې د دواړو لوبډلو ترمنځ یادې سیالۍ په ژوندۍ بڼه په تلویزون وګورئ نو له دغو ټلویزون چینلونو یې تعقبولی شئ سټار سپورټ ۱ HD سټار سپورټ ۲ HD، سټار سپورټ ۱ هندي چې دغه لوبې به په یادو تلویزون چینلونو په ژوندۍ بڼه هم ننداره کړای شئ.
اسکا سپورټ تلویزون به بیا دغه لوبې په انګلیستان، ایرلنډ او نیوزیلنډ کې په ژوندۍ بڼه خپور کړي. دغه لوبې به د جنورۍ پر څلورویشمه نیټه پیل او د مارچ تر څلورمې نیټې پورې به دوام وکړي یادونې وړ ده چې هندۍ لوبډلې سره مخکښ تېز بالر جسپریټ بومرا هم شامل دی چې نیوزیلنډ لوبډلې ته به توپ اچونه کې ستونزې را ولاړې کړي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې