افغانستان کریکټ

انډي فلاور: افغان نولس کلنو کم عمره ملي لوبډله به نړیوال جام کې بریا ته دوام ورکړي

د افغانستان نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې په نړیوال جام کې کوربه سوېلي افریقا ته د جمعې په ورځ پرانیستې لوبه کې ماته ورکړه د سوېلي افریقا نولس کلنو کم عمره ملي لوبډله د افغان نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلو د توپ اچوونکو ښکار شوه.

د انګلینډ روزونکي انډي فلاور تازه ویلې دي چې افغان نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې سپنران به په نړیوال جام کې بریا ته دوام ورکړي نوموړی په داسې مهال د افغان لوبډلې ستاینه وکړه چې افغان لوبډلې سوېلي افریقا نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې ته په ستر توپېر سره ماتې ورکړه او نړیوالو مبصرینو د افغان نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې توپ اچوونکو او توپ وهوونکو ستاینه وکړه فضل حق چې په نولس کلنو نړیوال جام کې د افغان نولس کلنو ملي لوبډلې لپاره لوبېږي هغه د سوېلي افریقا پر وړاندې له ۱۴۰ سرعت څخه پورته توپ اچونه ترسره کوله.
د افغان نولس کلنو کم عمره ملې لوبډله به راتلونکي چهارشنبه یعنې سبا د متحده عربي اماراتو نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې پر وړاندې به دوېمه سیالۍ ترسره کړي، که افغان لوبډلې متحده عربي اماراتو ته ماتې ورکړي نو له ډي ګروپ څخه به مخکې تګ وکړي له هر ګروپ څخه به یوه مخکښه لوبډلې ووځي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې