نړیوال کریکټ

پاکستان ښځیو شل اورېز نړیوال جام لپاره لوبډله اعلان کړه

د پاکستان کریکټ بورډ د دوشنبې په ورځ د اسټرالیا په کوربه توب د راتلونکي شل اورېز نړیوال جام لپاره لوبډله اعلان کړه، د پاکستان ښځینه انتخاب کوونکي ارزو ممتاز لوبډله د یوې کنفراس له لاري اعلان کړه چې نن دوشنبه دغه نوملړ له رسنیو سره هم شریک شو.
بسم الله معروف به د پاکستان ښځینه ملي لوبډلې لوبډلمشرې پر غاړه ولري. هغې د یو کنفرانس له لاري رسنیو ته وویل، “موږ هڅه کړې چې د ځوانانو او مشرانو لوبغاړو سمه انډول وساتو. د نوملړ غوره کولو پرمهال موږ په نړیوالو او کورنیو پیښو کې وروستي پرفارمنسونه په پام کې ونیول او بیا مو لوبډله اعلان کړه. دا یوه سخته پریکړه وه چې د ثنا میر په لوبډله کې ونه اوسي. زه غواړم هغه په ​​نوملړ کې ولرم چې په هغې کې ما د غوراوي کمیټې سره ژورې خبرې وکړې. موږ باید د هغې او راتلونکو لوبغاړو ترمنځ پریکړه وکړو چې په ټولو مرحلو کې اغیزناک ثابت شوي وو. زه د لویې ډلې پریکړې ته درناوی او ملاتړ کوم او هیله لرم چې هغه به په راتلونکي کې هماغه جذبه او انرژي سره د پاکستان د ښځینه کریکټ خدمت ته دوام ورکړي.”
د یادونې وړ ده چې پاکستان ښځینه کریکټ ملي لوبډله به جنورۍ ۳۱ مه نیټه اسټرالیا ته سفر وکړي او هلته به له وېسټ انډېز ښځینه کریکټ ملي لوبډلې سره درې تمریناتي سیالۍ ترسره کړي. د پاکستان ښځینه ملي لوبډله: بسمه معروف (کپتان) ، ایمن انور ، عیا ریاض ، انعم امین ، عایشه نسیم ، ډیانا بیګ ، فاطمه ثنا ، ارم جاوید ، جاووریا خان ، منیبا علي ، ندا ډار ، اویما سهیل ، سعدیه اقبال ، سیډرا نواز (ویکټ کیپر) او سید عروب شاه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې