
پاکستان د سکاټلینډ خلاف او هندوستان بیا د سریلانکا پر وړاندې بریا ترلاسه کړه
د ۲۰۲۰ م کال نړیوال جام چې په سویلي افریقا هیواد کې د ۱۶ نولس کلنو لوبډلو تر منځ پیل شوی پرون پکې دوه سیالۍ ترسره شوې د نولس کلنو د نړیوال جام په لړ کې شپږمه لوبه د پاکستان او سکاټلینډ او ۷ لوبه بیا د هندوستان او سریلانکا تر منځ تر سره شوه پاکستان نولس کلنې لوبډلې وشو کولای چې سکاټلینډ لوبډله په ۷۵ منډو اوټ کړي د سکاټلینډ لوبډلې دغه بیکاره هدف پاکستان لوبډلې په اسانۍ سره پوره کړ او په خپله لومړۍ سیالۍ

کې یې بریا ترلاسه کړه بل پلو بیا په ۷ لوبه کې هندوستان لوبډلې وشو کولای چې سریلانکا لوبډله له ماتې سره مخ کړي نن په دغه جام کې دوه سیالۍ ترسره کیږي چې انګلستان د ویسټ انډیز پر وړاندې او استراليا ۱۹ کلنه لوبډله به د نایجیریا خلاف د سیالۍ ډګر ته ښکته شي تر اوسه افغانستان په ښه نیټ رن ریټ سره په خپل ګروپ کې په لومړي مقام کې ځای لري